اسد 09, 1404 16:27 Asia/Kabul
  • شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو کې د آمو اتلولي

امو نهنګانو د شپږیزې کرکټ لیګ د لسم پړاو اتلولي خپله کړه.

د شپږیزې پایلوبه نن د مس عینک اتلان او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه.مس عینګ اتلانو سیالې لوبدلې ته د یو سل او دوه ویشت منډو هدف ټاکلی و.د اتلانو لپاره رحمان الله ګوربز اته څلوېښت منډې جوړې کړې خو د امو نهنګانو لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه. ده څلور لوبغاړي وسوځول.د نوموړي ترڅنګ عبدالله احمدزي هم غوره توپ اچونه وکړه او د یو ویشت منډو په بدل کې یې درې ویکټونه ترلاسه کړل.امو لوبډلې په اسانۍ هدف پوره او د اته ویکټو په توپیر یې مس عینک ته ماتې ورکړه.حسن عیسی خیل په څلوردیرش توپونو نېمه سلیزه بشپړه کړه.دا پرله پسې دوهم ځل دی چې امو د دې سیالیو اتلولي خپلوي.