بنو کې د پاکستاني پوځ د عمیاتو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44735-بنو_کې_د_پاکستاني_پوځ_د_عمیاتو_دوام
د خیبر پښتونخوا سیمه ییزې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ګرځبندیز او د پوځي عملیاتو له پلي کولو وروسته، د پاکستان پوځ اوس په ناڅاپي ډول په بنو کې ګرځبندیز لګولی دی.
(last modified 2025-07-31T08:26:33+00:00 )
اسد 09, 1404 12:55 Asia/Kabul
  • بنو کې د پاکستاني پوځ د عمیاتو دوام

د خیبر پښتونخوا سیمه ییزې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ګرځبندیز او د پوځي عملیاتو له پلي کولو وروسته، د پاکستان پوځ اوس په ناڅاپي ډول په بنو کې ګرځبندیز لګولی دی.

سرچینې وايي چې دا بندیز نن سهار د پاکستان پوځ لخوا ناڅاپه اعلان شو.دا سرچینې زیاتوي چې د پاکستان پوځ په بنو کې ښار او شاوخوا سیمو ته تلونکې ټولې لارې تړلې دي او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.سرچینو دا هم وویل چې د پاکستان پوځ په ځینو ځایونو کې هوايي ډزې هم کړې دي، چې خلک یې ډېر ویره لري.د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ مخکې په باجوړ کې د "غیرقانوني وسلو" پر وړاندې عملیات پیل کړي دي، چې د سرچینو په وینا، د بمباریو له امله د "لسګونو ملکي وګړو" د وژنې او ټپي کیدو لامل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.