د تورغونډۍ بندر پراختیا لپاره هڅې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44734-د_تورغونډۍ_بندر_پراختیا_لپاره_هڅې
د هرات-تورغندۍ د اورګاډي کرښې د پراختیا لپاره د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ترکمن شرکت سره د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ.
(last modified 2025-07-31T08:25:32+00:00 )
اسد 09, 1404 12:54 Asia/Kabul
  • د تورغونډۍ بندر پراختیا لپاره هڅې

د هرات-تورغندۍ د اورګاډي کرښې د پراختیا لپاره د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ترکمن شرکت سره د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ.

د ټولګټو چارو وزارت د اورګاډي مرستیال وزیر محمد اسحاق صاحبزاده د ترکمنستان دیمیریول ګورلوشیک شرکت له رییس سردار قربانوف سره یو تړون لاسلیک کړ او پر بنسټ یې د تورغنډۍ بندر د پراختیا او پانګونې لپاره د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ.د ټولګټو چارو وزارت د دې تړون او قرارداد هدف د دوه اړخیزو همکاریو پراخول، د لیږد زیاتوالی او د دواړو هیوادونو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول اعلان کړي دي.په پورته ذکر شوي قرارداد کې د تورغنډۍ-هرات د اورګاډي کرښې د بارولو لپاره د نویو ګودامونو ډیزاین، جوړول او فعالول شامل دي.