صهیونیستي رژیم باندې د یمن هوايي برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44730-صهیونیستي_رژیم_باندې_د_یمن_هوايي_برید
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ چې د ډرون دریو عملیاتو په یافا، عسقلان او نقب کې د صهیونیستي رژیم حساس پوځي ځایونه په نښه کړل.
(last modified 2025-07-31T08:20:33+00:00 )
اسد 09, 1404 12:49 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم باندې د یمن هوايي برید

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ چې د ډرون دریو عملیاتو په یافا، عسقلان او نقب کې د صهیونیستي رژیم حساس پوځي ځایونه په نښه کړل.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع نن سهار اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم د اهدافو په وړاندې درې ډرون عملیات ترسره شوي.هغه وویل چې د یمن هوايي ځواک د پنځو ډرون الوتکو په کارولو سره د صهیونیستي دښمن د دریو اهدافو په وړاندې درې پوځي عملیات ترسره کړل.یحیی سریع زیاته کړه چې د یمني پوځ د ډرون عملیاتو په جریان کې، د یافا، عسقلان او نقب په ښارونو کې د اشغالګرو پوځي هدفونه ویجاړ شول.