د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44709-د_افغانستان_فوټسال_غوره_لیګ_سیالۍ
د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولۍ ته د رسیدو وروستۍ ورځې نږدې شوي دي.
(last modified 2025-07-30T09:27:17+00:00 )
اسد 08, 1404 13:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولۍ ته د رسیدو وروستۍ ورځې نږدې شوي دي.

په دې سیالیو کې پرون د نورزاد ټیم، چې د دې سیالیو په جریان کې یې ښه لوبه ښودلې وه، ظاهر اسد ټیم ته د نهه پر درې حیرانونکي پایلې سره ماتې ورکړه.په لومړۍ نیمایي کې نورزاد خپل سیال په یو ګول سره اندیښمن کړ؛ خو په دویمه نیمایي کې طوفان رامینځته کړ او د خپل سیال پر وړاندې یې اته نور ګولونه ووهل.سید حسن موسوي، چې د ملي ټیم لپاره د لوبې کولو تاریخ لري، نورزاد ټیم کې د ډګر غوره لوبغاړی وپیژندل شو.د اتحاد او صداقت ټیمونو هم د پرون په سیالیو کې دې لوبې څخه مخکې بریا ترلاسه کړه.اوس د صداقت ټیم د درې څلویښتو نمرو او د اوه پنځوسو ګول توپیر سره د جدول په سر کې دی، او د نورزاد او اتحاد ټیمونه هم د ورته نمرو خو د څلور څلویښتو ګول توپیر سره په دوهم او درېیم ځای کې دي.