تاجیکستاني لوړپوو چارواکو سره د عراقچي لیدنه
اسد 08, 1404 17:23 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته لاړ ترڅو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
هغه په خپله لومړۍ لیدنه کې د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او د مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسلو په اړه یې خبرې وکړې.مخکې له دې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه پیغام کې وویل چې د دې سفر اصلي هدف لوړ پوړو تاجیک چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه لیدنه او خبرې اترې دي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبه سهار تاجبکستان ته سفر وکړ او د دې سفر په جریان کې د دغه هیواد د ولسمشر سربیره نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې هم لیدنه او خبرې اترې وکړې.