اسد 08, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • سوئیس څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرېکړې

په سویس کې یو شمیر سیاستوالو او د پارلمان غړو سرپرست حکومت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خبرو اترو غوښتنه کړې.

دوی وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پيژندلو هوډ نلري خو دوی د کډوالو د شړلو د مدیریت لپاره دا کار کوي.د سویس د پارلمان دغو غړو ویلي دوی اړتیا لري چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د هغه افغانانو د ایستلو په اړه تعامل وکړي چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي.دغو سیاستوالو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره له کابل سره تعامل اړین ګڼلی دی.له دې مخکې جرمني هم اعلان کړی و چې د افغان کډوالو د شړلو لپاره یې له کابل سره خبرې اترې کړې دي.خبرې اترې لا هم روښانه نه دي چې دوی د کومو چینلونو له لارې نیول شوي دي.له جرمني وروسته د سویس حکومت هم دا لاره غوره کړې ترڅو سرپرست حکومت سره دا موضوع راپورته کړې چې له هیواد څخه کډوال په جبري ډول وباسي.