د سوریې په سویل د صهیونیستانو برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44702-د_سوریې_په_سویل_د_صهیونیستانو_برید
د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د سویدا په ولایت کې د سوریې د موقت حکومت دفاع وزارت سره متحد ځواکونه د صهیونیستي بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي دي.
(last modified 2025-07-30T09:21:00+00:00 )
اسد 08, 1404 13:50 Asia/Kabul
  • د سوریې په سویل د صهیونیستانو برید

د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د سویدا په ولایت کې د سوریې د موقت حکومت دفاع وزارت سره متحد ځواکونه د صهیونیستي بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي دي.

ویل کیږي چې نن د چهارشنبې په سهار دغو صهیونیستي بې پیلوټه الوتکو د سوریې د موقت حکومت دفاع وزارت سره د متحدو ځواکونو پورې اړوند پوځي غونډې ، موټرونه او همدارنګه د سوریې په سویلي برخه کې د کوچیانو قبیلو غونډې بمبار کړې.په ورته وخت کې ویل کیږي چې سویلي سوریې د صهیونیستي چورلکو ډیری الوتنې لیدلي دي.په سویدا ولایت کې امنیتي کړکیچونه لاهم لوړ دي، او د یاد ولایت د سیمه ایزو وسله والو ډلو او کوچیانو وسله والو ډلو ترمنځ د پراخو نښتو شاهد دی.