د ایراني شهیدانو څلوېښتمه
د ایران اسلامي انقلاب مشر حضرت ایت الله خامنه ای د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د دوولس ورځنۍ جګړې د شهیدانو د څلویښتمې ورځې په مناسبت په مراسمو کې وویل چې د ایران پر وړاندې د دښمنۍ اصلي لامل د ایران د ملت د ایمان، پوهې او یووالي سره د بدخواهانو مخالفت دی.
هغه ټینګار وکړ چې زموږ ملت به د ایمان د پیاوړتیا او د مختلفو پوهې د پراخولو لاره پرېنږدي، او موږ به وکولی شو چې د دښمن په ړانده کولو سره ایران د پرمختګ او عزت لوړ مقام ته ورسوو.د ایران د اسلامي انقلاب مشر اسلامي جمهوریت د دین او پوهې په دوو بنسټونو جوړ وباله او ویې ویل: "په دې دوو بنسټونو تکیه کولو سره، د ایران خلکو او ځوانانو دښمن په مختلفو برخو کې شاتګ ته اړ کړ، او دوی به له دې وروسته هم دا کار ته دوام ورکړي."ایت الله خامنه ای وویل چې دا پیښې زموږ لپاره بې ساري نه وې، او اسلامي جمهوریت په تیرو شپږ څلویښتو کلونو کې د دښمن ټولې دسیسې شنډې کړې دي.