د دولتي شرکتونو ریاست د حساب ورکونې کلنۍ ناسته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44657-د_دولتي_شرکتونو_ریاست_د_حساب_ورکونې_کلنۍ_ناسته
د دولتي تصدیو ریاست چارواکو په کابل کې د دې ادارې د کلني راپور ورکولو په غونډه کې وویل چې د هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ له یو میلیون جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي شرکتونو ته ځانګړې شوې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 07, 1404 12:36 Asia/Kabul
  • د دولتي شرکتونو ریاست د حساب ورکونې کلنۍ ناسته

د دولتي تصدیو ریاست چارواکو په کابل کې د دې ادارې د کلني راپور ورکولو په غونډه کې وویل چې د هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ له یو میلیون جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي شرکتونو ته ځانګړې شوې ده.

دا ځمکې باید د کرنیزو او سوداګریزو موخو لپاره وکارول شي.د دې ادارې چارواکو دا هم وویل چې په تیر کال کې دې شرکتونو اته اعشاریه څلور میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.په غونډه کې چارواکو دا هم وویل چې پدې موده کې د دوی تر مدیریت لاندې دولتي ادارو ترمنځ د یو اعشاریه اته ملیارده افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.