اسد 07, 1404 16:04 Asia/Kabul

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر وویل چې که څه هم افغانستان د غازو په تولید کې ونډه نه لري، خو د اقلیم د بدلون قرباني دی. د سرپرست حکومت دغه چارواکي د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس په درشل کې وویل چې افغانستان باید په رسمي ډول په دې نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.