چین کې د سیلابونو له امله د ۳۰ کسانو وژل کیدل
اسد 07, 1404 16:02 Asia/Kabul
په چین کې سختو بارانونو دغه په پلازمېنه کې لږترلږه دیرش کسان وژلي او زرګونه یې بې کوره کړي دي.
له اتیا زره څخه زیات خلک د بیجینګ د سیلابونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سختو بارانونو له امله له سلو څخه ډیر کلي له بریښنا څخه بې برخې شوي او لسګونه سړکونه بند شوي دي.رسنیو ویلي چې د مییون په سیمه کې د انسانانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمیره ثبت شوې، چیرې چې دوامداره او درنو بارانونو لوی ناورینونه رامینځته کړي دي.د چین ولسمشر شي جین پینګ له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د خطر سره مخ سیمو د تخلیې چارې ګړندۍ کړي.