د امریکا منهتن کې د ډزو پر مهال د ۵ کسانو وژل کیدل
اسد 07, 1404 16:02 Asia/Kabul
د نیویارک په منهتن کې د بلکاستون ودانۍ کې ډزو د پولیسو یو افسر په ګډون پنځه کسان ووژل.
بریدګر د لاس ویګاس یو اووه ویشت کلن اوسیدونکی و. هغه د ودانۍ په دري دیرشم پوړ کې له برید وروسته ځان وژنه وکړه. د بریدګر د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.دا ودانۍ په متحده ایالاتو کې د ځینو لویو مالي شرکتونو کور دی، چې په نیول شویو سیمو کې هم یوه څانګه لري.په نوادا ایالت کې په یوه بله پیښه کې، د یو وسله وال کس له ډزو وروسته لږترلږه درې کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. بریدګر هم د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.