اسد 07, 1404 16:01 Asia/Kabul
  • شپږیزه ۲۰ اووریزه کرکټ سیالۍ

د شپږیزه شل اوریزو سیالیو په روانه لړۍ کې د شرف الدین اشرف په مشرۍ د آمو لوبډلې د بست لوبډلې ته د اووه اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالۍ وروستۍ لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د بست لوبډلې ټاس وګاټه او لومړی یې بیټینګ وکړ. په لومړۍ پاڼۍ کې چې د آمو لوبډلې بیټینګ وکړ، خپل ټول لوبغاړي یې په نولس اورونو کې له لاسه ورکړل او یو سل او اته ویشت منډې یې جوړې کړې.په دویمه پاڼۍ کې چې د بست لوبډلې بیټینګ وکړ په یوولس اوورنو کې یې د یو پنځوس منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل .په دې لوبه کې عبدالله څلور ویکټې او یمین احمدزي درې ویکټې واخیستلې.