اسد 07, 1404 15:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټسال غوره لیګ اوولسمه اونۍ

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د اوولسمې اونۍ په یوه خورا مهمه لوبه کې د هرات ایف سي لوبډلې امید ایف سي لوبډلې ته د دوه پر درې نمرو سره ماتې ورکړه.

دې بریا سره اتحاد د فوټسال غوره لیګ د څلورم فصل د اتلولۍ لقب ګټلو ته یو ګام نږدې شو او دري څلوېښت نمرو ته ورسید.له بلې خوا امید لوبډله شل نمرو سره په جدول کې په شپږم ځای کې پاتې شوه.په یوه بله لوبه کې میهن ځوانانو او د کابل زیتون ایف سي یو بل سره مخامخ شول، چې یو په یو مساوي پای ته ورسید.میهن ځوانان دې مساوي سره اوولس نمرو ته ورسید او په جدول کې په اووم ځای کې پاتې شو.زیتون هم دې یوې نمرې سره پنځلس نمرې پوره کړې او اتم ځای ته پورته شو.