اسد 06, 1404 16:22 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالو لوبو مهالوېش

افغانستان به د کرکټ په آسیايي جام کې خپله لومړۍ لوبه د هانکانګ پر وړاندې وکړي

په پام کې ده چې د آسیايي جام لوبې د سپتمبر په نهمه د افغانستان او هانکانګ ترمنځ په لوبه پیل شي.د شل اووریزه لوبو په دې لړۍ کې به افغان لوبډله په ب ګروپ کې له بنګلدېش، هانکانګ او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې به هند، له عمان، پاکستان او متحده عربي اماراتو سره لوبې کوي.په ګروپي پړاو کې به د افغانستان دوهمه لوبه د سپټمبر په شپاړسمه له بنګلدېش او دریمه لوبه به یې د سپټمبر په اتلسمه له سریلانکا سره وي.د دوه زره پنځه ویشتم کال اسیایي جام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي.په دې جام کې د هند او پاکستان لومړۍ لوبه به د سپټمبر په څوارلسمه وي.