د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني اړیکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44619-د_ایران_او_پاکستان_د_بهرنیو_چارو_وزیرانو_ټلفوني_اړیکه
د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د بشري ناورین او فلسطینیانو ته د بشري مرستو د بیړني رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 06, 1404 12:49 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني اړیکه

د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د بشري ناورین او فلسطینیانو ته د بشري مرستو د بیړني رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

سید عباس عراقچي او اسحاق ډار په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین خلکو لپاره د خپل هیواد پر نه ستړې کیدونکې ملاتړ ټینګار وکړ او د بشري مرستو لپاره یې د سمدستي او بې خنډه لاسرسي غوښتنه وکړه.هغه د فلسطین د مسلې د حل په اړه د راتلونکي نړیوال کنفرانس د ګټورو پایلو لپاره هم هیله څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده په نیویارک کې ترسره شي.عرقچي او اسحاق د دوه اړخیزو اړیکو او پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي پلاوي د راتلونکي سفر په اړه خبرې وکړې.مخکې له دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې هیواد به یې ډیر ژر د ایران د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان کوربه وي.