د افغانستان او ایران ترمنځ د کارګرو تبادله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44618-د_افغانستان_او_ایران_ترمنځ_د_کارګرو_تبادله
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د سرپرست حکومت د کار وزیر سره د یوې لیدنې په ترڅ کې وویل چې دوی د دواړو هیوادونو ترمنځ د کارګرو د تبادلې په اړه سلامشورې کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 06, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران ترمنځ د کارګرو تبادله

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د سرپرست حکومت د کار وزیر سره د یوې لیدنې په ترڅ کې وویل چې دوی د دواړو هیوادونو ترمنځ د کارګرو د تبادلې په اړه سلامشورې کوي.

بیکدلي همدارنګه ټینګار وکړ چې دوی خپل هیواد ته د افغان کډوالو د باعزته راستنیدو لپاره لاره هواره کړې ده.د دې غونډې په جریان کې د ایران سفیر په رسمي ډول د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري ته بلنه ورکړه چې تهران ته سفر وکړي.له ایران څخه افغانستان ته د سلګونو زرو کډوالو راتګ او د دې افغان کډوالو لپاره د کاري شرایطو رامینځته کول یو له هغو ننګونو څخه دی چې سرپرست حکومت ورته اشاره کړې او په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.