د افغانستان او ازبیکستان د برېښنا مسولینو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44615-د_افغانستان_او_ازبیکستان_د_برېښنا_مسولینو_لیدنه
د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر او په کابل کې د ازبیکستان سفیر اوبیک عثمانوف په افغانستان کې د " برېښنا لویو پروژو" په اړه خبرې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 06, 1404 12:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ازبیکستان د برېښنا مسولینو لیدنه

د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر او په کابل کې د ازبیکستان سفیر اوبیک عثمانوف په افغانستان کې د " برېښنا لویو پروژو" په اړه خبرې وکړې.

برېشنا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دواړو خواوو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.د مطبوعاتي اعلامیې له مخې اوبیک عثمانوف په مختلفو اقتصادي سکتورونو کې په ځانګړې توګه د برېښنا په برخه کې دوه اړخیزو اړیکو څخه رضایت څرګند کړ.ازبیکستان یو له هغو مهمو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان شمالي ولایتونو او کابل ته برښنا ورکوي.د برېښنا د لیږد دا قرارداد هر کال د دواړو هیوادونو ترمنځ نوي کیږي.