اسد 05, 1404 16:24 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني اړیکه

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو مسلو، د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر او په غزه کې د بشري بحران په اړه خبرې وکړې.

متقي د غزې وضعیت یو ناورین وباله او له اسلامي هیوادونو یې وغوښتل چې د صهیونیستي رژیم لخوا د قحطۍ او نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.عراقچي د غزې د کړکیچ په اړه د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې غوښتنه هم وکړه.په دې خبرو اترو کې متقي له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي او باعزته راستنیدو پر اصولو هم ټینګار وکړ.عراقچي دا ژمنه هم وکړه چې تهران به هڅه وکړي چې د کډوالو د راستنیدو پروسه تدریجي او د درناوي وړ وي.