افغانستان ته د سفر لپاره د ایران د ولسمشر چمتوالی
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي دي چې چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
په کابل کې د ایران سفارت په خپله رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې پزشکیان دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له رییسانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې.هغه ټینګار وکړ چې د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب باید له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې پراخې کړي.د ایران ولسمشر افغانستان د ایران یو ګران ګاونډی وباله او وویل چې افغانان زموږ د وینې وروڼه او خویندې دي چې ورته ژبه، تاریخ، مذهب، عقیده او کلتور لرو.د افغان کډوالو په اړه هغه دا هم وویل چې د هیواد د کورنیو چارو وزیر ته لارښوونه او ټینګار یې کړی چې د کډوالو په تنظیم کې باید پاملرنه وشي ترڅو خدای مه کړه، ممکنه نیمګړتیاوې د افغان وروڼو او خویندو ترمنځ منفي ذهنیت رامینځته نه کړي.