د مولوي عبدالحمید لخوا د زاهدان ترهګریز برید غندنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44581-د_مولوي_عبدالحمید_لخوا_د_زاهدان_ترهګریز_برید_غندنه
د زاهدان د مکي جومات د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د زاهدان په عدلیه ادارې باندې ترهګریز برید وغانده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 05, 1404 12:49 Asia/Kabul
  • د مولوي عبدالحمید لخوا د زاهدان ترهګریز برید غندنه

د زاهدان د مکي جومات د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د زاهدان په عدلیه ادارې باندې ترهګریز برید وغانده.

د ایران زاهدان کې سني دیني عالم او د جمعې د لمانځه امام په بیان کې راغلي چې زه په یو عامه او ملکي ځای باندې دا بزدلانه برید، چې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، غیرقانوني ګڼم او زه یې په کلکه غندم.په دې بیان کې مولوي عبدالحمید ټینګار وکړ چې وسله وال اقدامات په هیڅ ډول د دې ولایت د خلکو په ګټه نه دي او هر ډول ناامني د خلکو ګټو ته زیان رسوي.د یادونې وړ ده چې پرون وسله والو کسانو په زاهدان کې د سیستان او بلوچستان د عدلیې په ادارې برید وکړ چې په کې ګڼ شمیر کسان شهیدان او ټپیان شول.