د کامبوج او ټایلنډ ترمنځ د شخړې دوام
اسد 05, 1404 16:19 Asia/Kabul
سره له دې چې د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې د کامبوج او تایلینډ ترمنځ اوربند ټینګ شوی، د دواړو آسیایي هیوادونو ترمنځ نښتې دوام لري او خپلې څلورمې ورځې ته داخلې شوې دي.
دواړو خواوو یو ځل بیا له نن سهار راهیسې په سرحدي سیمو کې پر یو بل د توپونو ګولۍ ویشتي دي.د کامبوج او تایلینډ ترمنځ نښتو تر دې دمه په دواړو هیوادونو کې دوه دیرش کسان وژلي او شاوخوا دوه سوه زره خلک یې بې ځایه کړي دي.د کامبوج او تایلینډ ترمنځ د یوې جنجالي سرحدي سیمې په اړه شخړه د تیرې چهارشنبې په ورځ د پولې په اوږدو کې د ماین چاودنې له امله د پنځو تایلینډي سرتیرو د ټپي کیدو وروسته د نښتو لامل شوه چې تایلینډ هم د کامبوج په پوځي اهدافو برید وکړ.