د شپږیزې ۲۰ اووریزه کرکټ لیګ سیالۍ
اسد 05, 1404 16:18 Asia/Kabul
په روانه شپږیزه کرکټ لیګ کې آمو لوبډلې د افغانستان او نړۍ د کرکټ ستوري راشد خان په شتون کې سپین غر ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
د راشد خان په مشرۍ سپین غر لوبډلې په شپږمه لوبه کې خپله پنځمه ماتې وخوړه او د دوو نمرو سره د جدول په پای کې پاتې شو.عظمت الله عمرزی چې د آمو ټیم کپتان او د لوبې غوره لوبغاړی و خپله څلورمه بریا ترلاسه کړه او اته نمرې یې ترلاسه کړې.رحمت شاه زرمتي د سپین غر لپاره په بیټینګ کې دوه پنځوس منډې او عظمت الله عمرزي د آمو لپاره په بالینګ کې درې ویکټې ترلاسه کړې.د شپږیزې شل اوریزه کرکټ لیګ به د اګست تر لومړۍ نیټې پورې دوام وکړي.