د سیستان او بلوچستان په قضايي مرکز ترهګریز برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44555-د_سیستان_او_بلوچستان_په_قضايي_مرکز_ترهګریز_برید
د ایران د قضایه قوې د معلوماتو مرکز خبر ورکړ چې نن سهار د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلي مرکز په ترهګریز برید کې پنځه کسان شهیدان او دیارلس نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 04, 1404 12:52 Asia/Kabul
  • د سیستان او بلوچستان په قضايي مرکز ترهګریز برید

د ایران د قضایه قوې د معلوماتو مرکز خبر ورکړ چې نن سهار د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلي مرکز په ترهګریز برید کې پنځه کسان شهیدان او دیارلس نور ټپیان شوي دي.

د سیستان او بلوچستان د پولیسو ځای ناستي جنرال علی رضا دلیري خبریالانو ته وویل: نن سهار اته نیمې بجې صهیونیسټي رژیم سره تړلې یوې ترهګرې ډلې چې د مراجعینو په څیر یې جامې اغوستې وې، هڅه وکړه چې د زاهدان ښار د سیستان او بلوچستان د عدلي مرکز ته ننوځي د پیښې په ځای کې د امنیتي ځواکونو د هوښیارۍ او د نښتې له امله یو ترهګر د پېښې په ځای کې ووژل شو.هغه وویل چې د لاسي بم له چاودنې وروسته چې دې ترهګر د عدلیه ودانۍ ته وغورځاوه، له بده مرغه د یو کلن ماشوم او یوې مور په ګډون یو شمېر کسان شهیدان شول.هغه زیاته کړه چې د دې نښتې په دوام کې د یاد ټیم د نورو غړو د نیولو په لټه کې دوه نور هم ووژل شول او دا ډله په بشپړه توګه له منځه لاړه.