اسد 04, 1404 16:21 Asia/Kabul
  • اروپا سره د ایران رغنده مذاکرات

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر صدا او سیما آژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ اروپایي لوري سره خبرې اترې رغنده وې.

مجید تخت روانچي وویل چې دواړه خواوې اوس د یو بل د دریځونو په اړه ښه پوهاوي ته رسیدلي دي. دا خبرې اترې په استانبول کې د ایران او درېیو اروپایي هیوادونو، فرانسې، جرمني او انګلستان ترمنځ ترسره شوې.په ورته وخت کې د ایران او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو وړمه ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د دوی په اړیکو کې وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې او د تهران او قاهرې په ګډه اراده یې ټینګار وکړ ترڅو دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي په ځانګړې توګه په سیمه ایزو او نړیوالو برخو کې او په دوه اړخیزو او څو اړخیزو کچو کې مشورې او ډیپلوماتیکې اړیکې ته دوام ورکړي.