سنبله 31, 1404 16:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان پر وړاندې د هند کرکټ ملي ټیم بریا

د کرېکټ د آسیایي جام لوبو په لړۍ کې هند پاکستان ته د شپږو ویکټو په توپیرماتې ورکړه.

هند د پچې له ګټولو وروسته توپ اچونه غوره کړې وه. د پاکستان لوبډلې د پنځو لوبغاړو او شلو اورونو په پوره کیدو سره یو سل او یو اویا منډې وکړې.د هند لوبډلې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځیدو په نولسم اورکې دغه هدف پوره کړ.هند تراوسه د دې جام ټولې لوبې ګټلي او له پاکستان، سریلانکا او بنګلدېش سره یوځای د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته وتلی د. افغانستان ، متحده عربي امارات، عمان او هانګ کانګ د خپلو سیالیو له بایللو وروسته له دې لړۍ څخه ووتل.د دې سیالیو په ترڅ کې پاکستان او سریلانکا د را روانې سه شنبې، بنګلدېش او هند د چارشنبې، بنګلدېش او پاکستان د پنجشنبې او هند او سریلانکا د جمعې په ورځو سره مخامخ کیږي. د دې لړۍ فاینل لوبه به د سپټمبر په اته ویشتمه مه نېټه وي.