نورستان کې د قیمتي ډبرو پلور
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44551-نورستان_کې_د_قیمتي_ډبرو_پلور
د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مشر په یاد ولایت کې د اته ټنه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د لیلام خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 04, 1404 12:49 Asia/Kabul
  • نورستان کې د قیمتي ډبرو پلور

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مشر په یاد ولایت کې د اته ټنه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د لیلام خبر ورکړ.

رحیم عمیر وویل چې د دې ډبرو ټول ارزښت یو سل او پنځوس میلیون افغانۍ وو چې وپلورل شو.هغه وویل چې د دې کچې پنځلس میلیونه افغانۍ به د حکومت خزانې ته ولېږدول شي.ویل کیږي چې پلورل شویو ډبرو کې کنزیټ، مورګانیټ، بیروج او بلور شامل دي. د دې راپور له مخې دا ډبرې د نورستان د دوآب ولسوالۍ له مختلفو کانونو څخه استخراج شوي دي.دا اقدامات په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ځینې د کانونو متخصصین په افغانستان کې د کانونو د غیر اصولي استخراج په اړه اندیښنه څرګندوي.