اسد 04, 1404 16:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان له هوايي ډګره ۱۴ زره الوتنې

د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېر کال کې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه له څوارلس زرو څخه ډېرې الوتنې شوې دي.

دې ادارې نن د تېر کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په غونډه کې وویل چې تر ټولو ډېرې الوتنې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه شوې دي.د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي چې ډیری دا څوارلس زره کورنۍ او بهرنۍ الوتنې د کابل له هوايي ډګر څخه شوې دي.د یاد وزارت چارواکي وايي چې دوی د کابل هوايي ډګر د ترمینل د پراخولو او د هېواد په نورو هوايي ډګرونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو پلانونه پیل کړي دي.