هیواد کې د کورنو د کرایې په لوړولو بندیز
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44549-هیواد_کې_د_کورنو_د_کرایې_په_لوړولو_بندیز
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په ټول هیواد کې د ټولو کورونو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د راستنیدو له امله هیڅوک حق نلري چې د کورونو کرایې زیاتې کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 04, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • هیواد کې د کورنو د کرایې په لوړولو بندیز

د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په ټول هیواد کې د ټولو کورونو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د راستنیدو له امله هیڅوک حق نلري چې د کورونو کرایې زیاتې کړي.

دغه وزارت ویلي چې که چیرې د دې حکم څخه د سرغړونې کومه قضیه وموندل شي، نو سرغړونکی به محاکمه شي.خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د کورونو د څښتنانو او د رهنمايي معاملاتو لخوا د کورونو کرایې کې د بې ساري زیاتوالي په اړه ډیری شکایتونه ورته رسیدلي دي.یاد وزارت له کډوالو څخه غوښتنه کړې چې که چیرې دوی د کورونو کرایې کې زیاتوالي سره مخ شي، نو دوی کولی شي خپل لیکلي شکایتونه په مرکز کې د عدلیې وزارت د همغږۍ عمومي ریاست او په ولایتونو کې د عدلیې څانګو ته وسپاري.