د تکواندو سیالیو د ترسراوي نېټه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44547-د_تکواندو_سیالیو_د_ترسراوي_نېټه
د ځوانانو د ملي ټیم د غوراوي سیالۍ دولسم پړاو او د مشرانو د پومسې د غوراوي سیالۍ لومړی پړاو به په کابل کې ترسره شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 04, 1404 12:46 Asia/Kabul
  • د تکواندو سیالیو د ترسراوي نېټه

د ځوانانو د ملي ټیم د غوراوي سیالۍ دولسم پړاو او د مشرانو د پومسې د غوراوي سیالۍ لومړی پړاو به په کابل کې ترسره شي.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون د اعلان له مخې؛ د ولایتونو، کورنیو سیالیو او په ایران کې د افغان کډوالو غوره شوې لوبډله به په دې سیالیو کې برخه واخلي.دا سیالۍ به د زمري یا اسد په یولسمه په کابل کې پیل شي، چې په ورته وخت کې به د ټولو روزونکو په شتون کې د ریفري سیمینار هم ترسره شي.همدارنګه د پنځو عمر ګروپونو کې د مشرانو د پومسې سیالۍ لومړی پړاو به د ځوانانو د ټیم تکواندو سیالیو له پیل سره سم ترسره شي.