د روسي الوتکې نسکوریدل
اسد 02, 1404 16:46 Asia/Kabul
د روسیې ولسمشرۍ ویاند ویلي دي چې د روسیې د لوېدلې الوتکې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.
دا الوتکه د روسیې په ختیځ کې د آمور په سیمه کې وغورځېده. په الوتکه کې د دري څلوېښت کسانو په منځ کې پنځه ماشومان او د الوتکې شپږ عمله شامل وو.الوتکه نن سهار د کنټرول مرکز سره د اړیکې له پرې کېدو وروسته ورکه شوه.د آنتونوف څلورویشت ډوله الوتکه د ټینډا په هوايي ډګر کې د ښکته کېدو دمخه وغورځېده.