د چین او روسیې استازو سره د غریب آبادي لیدنه
اسد 02, 1404 16:44 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د چین او روسیې له سفیرانو او دایمي استازو سره غونډه وکړه.
کاظم غریب آبادي چې د امنیت شورا په دوو غونډو کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و، وویل: "تهران، بیجینګ او مسکو به د مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه خپل دریځونه روښانه کړي."هغه دا هم وویل چې په دې غونډو کې به په نړیوالو دریځونو، په ځانګړې توګه د ایران په اړه هم بحث وشي.