اسد 02, 1404 16:40 Asia/Kabul
  • د راستنیدونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرول

د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې دوی پوهنې وزارت سره د تفاهم یو تړن لاسلیک کړی ترڅو راستنیدونکي د زده کړې دوام ته وهڅوي.

دغه ادارې ویلي چې د هغو کسانو لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي چې تعلیمي وړتیا نلري.د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رییس محمد یوسف ثاقب په مشرۍ د وزارت د حقوقي ملاتړ د رییس غلام نبي الله دادخیل ستانکزي په مشرۍ یوه غونډه وشوه ترڅو د زده کړې د دوام په برخه کې د راستنیدونکو ستونزو ته رسیدګي وشي.