د آمو پر وړاندې د مس عینک بریا
اسد 01, 1404 17:35 Asia/Kabul
په روان شل اوریز کرکټ لیګ کې میس عینک وتوانید چې آمو ته ماتې ورکړي او د جدول په سر کې ځای ونیسي.
په شل اووریزه شپږیزه سیالۍ کې یوې ډیرې په زړه پورې او حیرانونکې پیښې د لیدونکو پام ځانته راواړوه. په میس عینک کې د افغان کرکټ ټیم ستوری محمد نبي عیسی خیل د خپل ځوان زوی حسن عیسی خیل په وړاندې ودرول شو چې د آمو لپاره یې لوبه کوله.نبي عیسی خیل توپ اچونه پیل کړه او حسن عیسی خیل د خپل پلار لخوا اچول شوی لومړی بال په شپږ بدل کړ.امو لومړی توپ اچونه پیل کړه او په نوولسم اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې یو سل او دوه شپیته منډې یې جوړې کړې.حسن عیسی خیل په دې سیالۍ کې یوازې دوه پنځوس منډې وکړې.خو میس عینک په اوولسم اوور کې یوازې د پنځه ویکټو له لاسه ورکولو سره یو سل او اته شپیته منډې وکړې او لوبه یې وګټله.