امریکا او صهیونیستانو لخوا سپوږمکۍ څخه ناوړه ګټه اخیستنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44495-امریکا_او_صهیونیستانو_لخوا_سپوږمکۍ_څخه_ناوړه_ګټه_اخیستنه
په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت دایمي استازي ویلي دي چې د صهیونیستي رژیم او متحده ایالاتو لخوا فضا څخه دښمنانه کار اخیستل نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
اسد 01, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیستانو لخوا سپوږمکۍ څخه ناوړه ګټه اخیستنه

په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت دایمي استازي ویلي دي چې د صهیونیستي رژیم او متحده ایالاتو لخوا فضا څخه دښمنانه کار اخیستل نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

هغه وویل چې یاد رژیم د سپوږمکۍ د څارنې، مخابراتو او هدف ګرځولو سیسټمونو په کارولو سره د ایراني ملکي وګړو او ملکي زیربناوو په وړاندې بریدونه کړي دي.د ایران استازي دا کړنې د ستراتیژیکې برتري او جاسوسۍ ترلاسه کولو لپاره د فضايي ټیکنالوژۍ او بهرني ملاتړ شوي فضايي زیربناوو کارولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دا یې د فضا د وسلو کولو په لور یو څرګند ګام وباله.دا په داسې حال کې ده چې د شته قوانینو له مخې د سپوږمکۍ ټیکنالوژي یوازې په سوله ایز سکتور کې کارول کیدی شي او هیڅ هیواد حق نلري چې دا د جګړې د وسیلې په توګه وکاروي.