اسد 01, 1404 17:33 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ګډ سمندري تمرینونه

د خزر سمندرګي دوه زره پنځه ویشتم د ژغورنې ګډ تمرین ویاند د یاد پوځي تمرین د پیل خبر ورکړ.

جنرال محسن رزاقي وویل چې پدې تمرین کې د ایران او روسیې ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونو په دې پړاو کې د هوایی عکاسي تمرینونه او تاکتیکي پوځي ترتیبات شامل دي.هغه وویل چې پدې مرحله کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې د سمندري ځواکونو جنګي کښتۍ به د هوایی عکاسي تمرینونه او تاکتیکي اقدامات ترسره کړي.د ایران د سمندري ځواکونو چارواکي وویل چې د تمرین ټول پړاوونه به د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو د چورلکو لخوا د سیمې هوایی څارنې سره ترسره شي.