تاجیکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پيل
اسد 01, 1404 16:37 Asia/Kabul
د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي دي چې د امنیتي اندیښنو، د مخدره توکو قاچاق، د جعلي اسنادو کارولو، د افراطیت خپریدو او نورو هیوادونو ته د غیرقانوني تیریدو له امله یې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړې ده.
د تاجیکستاني رسنیو د راپورونو له مخې یو شمیر افغان کډوال لا دمخه ایستل شوي دي او دا بهیر به په هغه کسانو پلي شي چې قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي.په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د دوی د څارنې ټیمونه د افغانستان په شمال کې د کندز ولایت شیرخان بندر ته لیږل شوي ترڅو د دې بهیر څارنه وکړي.تاجیکستان مخکې اعلان کړی و هغه کډوال چې یاد هیواد کې دي نور هلته د اوسیدو حق نلري او باید ژر تر ژره له دغه هیواده ووځي.