اسد 01, 1404 16:36 Asia/Kabul
  • د فلسطین په ملاتړ د امریکایانو پراخه لاریون

د امریکا له بیلابیلو ښارونو څخه راپورونه وايي چې د صهیونیستي رژیم لخوا په غزه کې د خلکو د نسل وژنې او قصدي لوږې په اعتراض کې پراخ لاریونونه شوي دي.

په شیکاګو او سان فرانسیسکو کې لاریون کوونکو د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کې یاد رژیم سره د امریکا د مرستو د بندولو غوښتنه وکړه.دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو میاشتو کې د واشنګټن، نیویارک، کالیفورنیا او د دغه هیواد د څو نورو ایالتونو په ګډون د امریکا په مختلفو ښارونو کې د صهیونیستي رژیم پر ضد پراخ لاریونونه شوي دي.لاریون کوونکو په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او په لویدیځو هیوادونو یې غږ وکړ چې له دغه رژیم سره مرسته ونه کړي.