اسد 01, 1404 16:36 Asia/Kabul
  • غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام

په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په شپږ سوه شپږ پنځوسمه ورځ دغه رژیم د ځمکې او هوا له لارې دې سیمې پر خلکو برید کړی دی.

په دې بریدونو کې چې نن چهارشنبه سهار پیل شول یاد رژیم جیټ الوتکو، ډرونونو او ټانکونو سره د غزې د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه پیل کړه.د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په غزه کې لږترلږه پنځه اتیا فلسطینیان شهیدان شوي دي، چې یوازې یو دیرش تنه یې د خوراکي توکو د مرستې ترلاسه کولو لپاره په لیکه کې ولاړ وو.په مرکزي غزه کې د البریج کمپ په څیر سیمې هم نن د توپچي بریدونو لاندې ونیول شول.ډیری دغه شهیدان شوي کسان ښځې او ماشومان دي.د دې خلکو یو شمیر په داسې حال کې مړه شول چې دوی د خوړلو لپاره اوبه یا خواړه نه درلودل.