هیواد ته د الوتکو راګرځولو لپاره بې پایلې هڅې
سرطان 31, 1404 17:26 Asia/Kabul
د افغانستان د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل چې د پخواني حکومت د الوتکو د بیرته راستنولو لپاره د سرپرست حکومت هڅې تر اوسه پورې ناکامې شوې دي.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز د تیر کال په اوږدو کې د سرپرست حکومت د پوځي لاسته راوړنو د وړاندې کولو په غونډه کې وویل چې دوی په دې موده کې د سرحدونو په خوندي کولو کې بریالي شوي دي.فصیح الدین فطرت زیاته کړه چې د افغان ملي اردو ځواکونو شمیر شاوخوا دوه سوه زره دی چې په هیواد کې د امنیت د تامین لپاره کافي دی.هغه زیاته کړه چې سرپرست حکومت به د پخواني حکومت د چورلکو او الوتکو د بیرته راستنولو لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي.په همدې حال کې فطرت وویل چې دا هڅې تر اوسه پورې ناکامې شوې دي.