افغانستان کې د ۲ زره قلمه درملو تولید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44460-افغانستان_کې_د_۲_زره_قلمه_درملو_تولید
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیالۍ دفتر اعلان وکړ چې اوس مهال په ټول هیواد کې درې شپیته د درملو فابریکې فعالیت کوي چې ټولټال دوه زره او درې سوه شپږ پنځوس ډوله درمل تولیدوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 31, 1404 13:49 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د ۲ زره قلمه درملو تولید

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیالۍ دفتر اعلان وکړ چې اوس مهال په ټول هیواد کې درې شپیته د درملو فابریکې فعالیت کوي چې ټولټال دوه زره او درې سوه شپږ پنځوس ډوله درمل تولیدوي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیالۍ دفتر خبر ورکړ چې سره له دې چې په هیواد کې درې شپیته د درملو فابریکې فعالیت کوي د هیواد د درملو اړتیاو یوازې له لس سلنې څخه تر پنځلس سلنې پورې پوره کیږي.دغه دفتر زیاته کړه چې د کورني تولید ملاتړ لپاره په وارداتي درملو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لخوا اړین ډیری درمل له بهر څخه واردیږي، چې ځینې وختونه خرابیږي.