د نړیوالو مرستو پر دوام د کابل ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44459-د_نړیوالو_مرستو_پر_دوام_د_کابل_ټینګار
د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر راپور ورکړ چې د یادې ادارې مشر په هیواد کې د نړیوال خوراکي پروګرام اجرایوي رییس جان ایلیف سره په یوه لیدنه کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د محافظتي پروژو او ملاتړ کې د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 31, 1404 13:48 Asia/Kabul
  • د نړیوالو مرستو پر دوام د کابل ټینګار

د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر راپور ورکړ چې د یادې ادارې مشر په هیواد کې د نړیوال خوراکي پروګرام اجرایوي رییس جان ایلیف سره په یوه لیدنه کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د محافظتي پروژو او ملاتړ کې د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر راپور ورکړ چې د یادې ادارې مشر مولوي نورالدین ترابي په هیواد کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) اجرایوي رییس جان ایلیف سره وکتل.په دې غونډه کې دواړو خواوو د همغږۍ د پیاوړتیا، تخنیکي او بشري همکارۍ پراخولو، او د محافظتي پروژو پلي کولو او د کډوالو د وضعیت د حل لپاره د مالي سرچینو د جذبولو په اړه بحث وکړ. ښاغلي ترابي ټینګار وکړ چې دې پروګرامونو ته باید جدي پاملرنه وشي ترڅو اړینې مرستې په وخت سره زیانمنونکو او راستنیدونکو کورنیو ته چمتو شي.