سرطان 31, 1404 17:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان پوهنې سره د مرستې لپاره د ایران چمتوالی

په افغانستان کې د ایران کلتوري اتشه د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت د پوهنې معین سخا الله سعیدي سره لیدنه او خبرې کړي.

سید روح الله حسیني د ایران د پوهنې وزارت د چارواکو د سفر اسانتیا او د تعلیمي او روزنیزو مرکزونو لیدنې لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ.سخا الله سعیدي د ایران د وړاندیزونو ستاینه هم وکړه او په افغانستان کې یې زده کړې ته د نړیوال لاسرسي اړتیا باندې ټینګار وکړ، د ښوونځیو د بیارغونې، د ښوونکو د کچې لوړولو او د درسي کتابونو په چاپ کې یې د ایران د ملاتړ غوښتنه وکړه.د دواړو هیوادونو ترمنځ مذهبي او کلتوري ورته والي ته په اشارې سره، هغه د همکارۍ تعقیب لپاره د ګډ تخصصي ټیم د جوړولو اعلان وکړ.