کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ
سرطان 30, 1404 18:01 Asia/Kabul
د شپږیزه کرکټ لیګ د لسم پړاو سیالیو په لړ کې، د بست ساتونکي او سپینغر پړانګانو لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دې سیالۍ کې د بست لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره دوه سوه او دوه منډې وکړې.د سپینغر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوسلو او اووه دیرش منډې وکړې او لوبه یې بست لوبډلې ته وبایله.