نتنیاهو باندې د سپینې ماڼۍ نیوکې
سرطان 30, 1404 18:00 Asia/Kabul
د سپینې ماڼۍ چارواکو د اسراییلي رژیم لومړی وزیر "بنیامین نتنیاهو" یو لیونی او بېواکه کس بللی دی.
په ځانګړي ډول، د صهیونیستي رژیم نظامي برید پر سوریې د سپینې ماڼۍ غبرګون راپارولی دی.د "اکسیوس" ورځپاڼې په وینا، د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې نتنیاهو د یوه لیوني په څېر چلند کوي او بېله ځنډه هر څه بمبار کوي.هغوی ویلي، د امریکا حکومت هڅه کوي چې په سوریه کې وضعیت کنټرول کړي، خو نتنیاهو دا فرصت خرابوي.دوی زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم هڅه کوي له بنیامین نتانیاهو ځان خلاص کړي.هغوی ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حوصله له بنیامین نتنیاهو څخه په ختمېدو ده.سره له دې ټولو څرګندونو، متحده ایالات لا هم د اسراییلي رژیم له مهمو ملاتړو څخه دی او د دغه رژیم له جنایتونو په فلسطین، لبنان او سوریه کې ملاتړ کوي.