سرطان 30, 1404 17:58 Asia/Kabul
  • د ایران پر بریا د عراق پارلمان د رییس ټینګار

د عراق د استازو جرګې مشر ویلي چې ایران د صهیونیستي رژیم پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کړې ده.

نوموړي ویلي، په وروستي جنګ کې صهیونیستي رژیم د امریکا او لوېدیځو هېوادونو مستقیم ملاتړ درلود، خو ایران پدې جګړه کې ستره بریا خپله کړه.محمود مشهداني دا څرګندونې د ایران د استازو جرګې د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون له یو پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې، چې دا لیدنه د عراق د ولسي جرګې په ودانۍ کې، په بغداد کې ترسره شوه.هغه وویل: دا بریا د ایران لپاره په سیمه‌ییزو شخړو کې یو ستر لاس ته راوړنه ده.نوموړي وروستی جنګ د "کفر او اسلام ترمنځ جګړه" وبلله، چې پکې ایران یوازې د کفري نړۍ پر وړاندې ودرېد.د عراق د ولسي جرګې رییس زیاته کړه، د جګړې په ورځو کې صهیونیستانو پناه‌ځایونو ته پناه یووړه او د وېرې او ترهې په حالت کې ژوند کاوه، خو د ایران خلک خپل عادي ژوند ته دوام ورکاوه.