د پلازمېنې بنسټیزو جوړښتونو ته د کابل ښاروالۍ پام
د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي چې د ښار د بنسټیزو جوړښتونو پیاوړتیا یې د لومړیتوبونو له ډلې ده، او هیله لري چې پلازمېنه کابل به په راتلونکو لسو کلونو کې د نړۍ د معیاري ښارونو په ډله کې راشي.
د کابل ښاروالۍ ویلي، دوی د سرپرست حکومت د څلور کلنې دورې په ترڅ کې له کابل څخه څلورویشت میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.یادې ادارې ویلي چې په تېر یوه کال کې له درې اتیا کیلومترو څخه زیات نوي سړکونه په کابل کې جوړ شوي او اووه پنځوس نور سړکونه بیا رغول شوي دي.عامر زمرک یاسر، چې د کابل ښاروالۍ د ساختماني چارو مرستیال دی، همداراز ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې نږدې درې سوه کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.نوموړي زیاته کړې چې د روان مالي کال لپاره د کابل ښاروالۍ ټولیز بودیجه یوولس عشاریه شپږ میلیارده افغانۍ وه، چې اویا سلنه یې پرمختیايي بودیجه تشکیلوي