د اقتصادي ودې په اړه مشهد کې د افغان او ایراني پلاوي خبرې
سرطان 29, 1404 16:23 Asia/Kabul
په مشهد ښار کې د هرات او خراسان رضوي د واليانو ترمنځ په یوه غونډه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د کډوالو د ستونزې د مدیریت، د ګډو پانګونو د پراختیا او د هرات-فاریاب دهلیز او دوغارون د لارې د سیمې د نښلولو پر اړتیا ټینګار وکړ.