د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ
سرطان 29, 1404 16:20 Asia/Kabul
د شپږیزه کرکټ لیګ د لسم پړاو په درېیمه لوبه کې نن، یکشنبه دبند امیر لوبډلې د میس عینک په وړاندې بریا ترلاسه کړه.
د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ د لسم پړاو په دوهمه ورځ نن د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه.لوبه مس عینک پیل کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره یې سیالې لوبډلې ته د یو سل او اته اتیا منډو هدف وټاکه.بندامیر لوبډلې په شلم اوور کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سره یو سل او اته اتیا منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.